د چين د سپينو زرو اقتصاد
CRI2024/05/22 15:20:14
شريکول:

چين هم د نورو پرمختللو اقتصاد لرونکو هېوادونو په څېر د وګړو د عمرونو د زياتوالي له ننګونې سره مخ دی. سره له دې هم دا ننګونه د سپينو زرو اقتصاد د پراختيا لپاره يو فرصت ګڼل کيدای شي. د عمر خوړلو کسانو د شمېر له ډيريدو سره سم هغه نوښتونه هم په غوړيدو دي چې د دوی د اړتياوو د پوره کولو لپاره کارول کيږي. په بيجينګ کې د چين د عمر خوړلو وګړو د خدمتونو په لسم نندارتون کې داسې روباټونه نندارې ته وړاندې شول چې په مصنوعي ځيرکتيا سنبال وو او د عمرخوړلو د پالنې او له هغوی سره د مرستې لپاره کارول کيږي. ياد روبوټونه د چين د سرو زرو اقتصاد په وده کې د پام وړ مرسته کوي.

که چيرې يو عمر خوړلی کس د ځيرکو ټليفونونو له کارولو سره نا اشنا هم وي، کولی شي چې خپل معلومات د روباټ په سيسټم کې ثبت کړي. په دې سره به روباټ په اسانۍ سره پوهيږي چې کاروونکی یې چيرته موقعيت لري.

 په بيجينګ کې د چين د تقاعد صنعت په نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی په مصنوعي ځيرکتيا سنبال روباټ کولی شي چې توکي وليږدوي، بېړنۍ اړيکې ټينګې کړي او دغه راز له ليرې واټنه څارنه وکړي.

ډيری عمرخوړلي غواړي چې بچيان یې له دوی سره وي، خو بچيان یې ډير کله بوخت وي. موږ غواړو چې دوی ته د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ اختصاصي خدمتونه وړاندې کړو. پر مصنوعي ځيرکتيا سنبال ځينې روباټونه له عمرخوړلو سره په تمرين کولو او له مختلفو ناروغيو په روغيدو کې مرسته کوي.

دا په بيجينګ کې د چين د تقاعد صنعت په نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي پر مصنوعي ځيرکتيا سنبال تجهيزات دي. د احصایې د ملي بيرو د معلوماتو له مخې به تر ۲۰۳۵ کال پورې د چين ۳۰ سلنه وګړي له ۶۰ کلونو ډير عمرونه ولري. د دولتي معلوماتو مرکز وړاندوينه کوي چې د چين د سپينو زرو اقتصاد اندازه يا د عمرخوړلو خلکو د اړتياوو د پوره کولو صنعت به تر هغه مهاله څلور چنده شي.