د چورلکې په لوېدو پېښې کې د ایران د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي او د نورو مړه شويو کسانو د جنازې او درناوي مراسم د مې د ۲۲مې نېټې په سهار د تهران پوهنتون کې پيل شول.
دغو مراسو ته د افغانستان او چين په ګډون د یو شمېر هېوادونو څه د پاسه ۵۰ لوړ پوړي پلاوي ورغلي دي.
د معلوماتو له مخې، ابراهيم رئيسي ته د درناوي مراسم به ۳ ورځې دوام ولري او په تېرو دوو ورځو کې په جلاجلا توګه د ختيځ اذربایجن ولایت په مرکز تبريز ښار، د قم ولایت په مرکز قم ښار او پلازمينې تهران کې ورته د درناوي مراسم ترسره شوي او نن د ۲۳ مې نېټې په سهار به د جنوبي خراسان ولایت په بیرجند او په ماسپښین به د رضوي خراسان ولايت په مشهد ښار کې ورته مراسم ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، د رئيسي جنازه به دده په ټاټوبي مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.