د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او مرستيال صدراعظم جانګ ګوه چينګ په تهران کې د ايران د وژل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي د جنازي په مراسمو کې ګډون کړی او له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره يې کتلي دي.
جانګ ګوه چينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې رئيس شي جين پينګ او د چين حکومت د چين او ايران ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.
نوموړي د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د ولسمشر ابراهيم رئيسي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او د ايران حکومت، خلکو او د رئيسي کورنيو غړو سره يې خواخوږي ښودلې ده.
جانګ ګوه چينګ زياته کړې، چې چينايان د ايرانيانو ترڅنګ ټينګ ولاړ دي او باور یې ښودلی، چې ايران به له اوسنيو ستونزو ووځي او د هېواد بېلا بېلو چارو ته به وده ورکړي.
محمد مخبر ويلي، چې ايران به د پخوا په څېر له چين سره اړيکو ته ارزښت او پرمختګ ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره د خپلمنځي همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د ايران او چين هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نوي پرمختګونه ومومي.