د اردن پاچا عبدالله دويم د مې په ۲۲مې نېټې د عمان له سلطان هيثم بن طارق السعيد سره کتلي او د خپلمنځي اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو په غزې کې پر سمدستي دايمي اوربند ټينګار کړی دی.
د اردن شاهي ماڼۍ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کي ويلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او نړيوالو او سيمه يیزو مسئلو او په تېره بيا په غزې کې د خطرناک وضعيت په هکله د نظريو تبادلې کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې د جګړې ښکيلې خواوې باید سمدستي دايمي اوربند وکړي، ملکي وګړي بايد خوندي وساتي او د يادې سيمې بېلا بېلو ځايونو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره بايد زياتې هڅې وکړي.
د اردن پاچا عبدالله دويم پر دې هم ټينګار کړی، چې د جګړې ښکيلې خواوې باید د دوو هېوادونو لايحې پر بنسټ د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د پای ته رسېدو لپاره سياسي لاره پيدا کړي.