د چين خارجه وزارت: د امريکا هغه ادعا، چې چين د لوړ تولیدي ظرفيت تيوري خپروي، اصلاً د پروټېکشنيزم ښکارندوي کوي
CGTN2024/05/23 10:54:01
شريکول:

د چین د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۲ مې نېټې یوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د چين د نوې انرژۍ د سيکټور پرمختګ د تصديو د اوږدمهالو تخنيکي تجربو او پرانيستې سيالۍ نتيجه ده او د حکومت پر مالي کومک تکيه نه لري، بلکې د کافي سيالۍ په جريان کې ترلاسه شوې او دا د بازاري اقتصاد له قانون او د عادلانه سيالۍ له اصولو سره مطابقت لري.

نوموړي د چين د نوې انرژۍ سيکټور د نړیوال اقتصاد د زرغون پرمختګ لپاره اړين بللی او په خبره يې،  تر اړتياوو لوړ توليدي ظرفيت ستونزه نه لري.

د امریکا ماليې وزيرې جانيټ ايلين ويلي، د اوو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو غونډه به د چين د لوړ توليدي ظرفيت پر موضوع وڅرخيږي.

ټاکل شوې، یاده غونډه به د روانې مياشتې پای کې ترسره شي.  

وانګ ون بين د جانيټ ايلين يادې څرګندونې ته په غبرګون کې ويلي، امریکا هڅه کوي د لوړ توليدي ظرفيت په پلمه د اوو هېوادونو ډلې غړي اړ کړي، چې د چین د نوې انرژۍ پر توليداتو محدوديتونه ولګوي او د پروټېکشنیزم يا د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې اتحاد ورسره جوړ کړي.

وانګ ون بين د امريکا دغه کړنه د پرانيستې او ګډو ګټو له اصولو سره په ټکر کې بللې او په وينا يې، دغه کړنه به يې د اړوندو هېوادونو د مشتريانو ګټو ته زيانونه ورسوي او د نړيوال زرغون پرمختګ بهیر به له ستونزو او خنډونو سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد به يې له نورو هېوادونو سره د نوې انرژۍ د صنعتي او عرضې ځنځيرونو په برخه کې همکارۍ وکړي او هيله يې ښودلې، چې ټول هېوادونه د پرانيستې همکارۍ پر اصل ټينګار ولري او له پروټېکشنيزو سره مخالفت وکړي.