په بريتانيې کې د جولای په ۴مې ټولټاکنې کيږي
CMG2024/05/23 10:48:24
شريکول:

د بريتانيې لومړي وزير ريشي سوناک د مې په ۲۲مې نېټې ويلي، چې د جولای په ۴مې نېټې به په ټول هېواد کې ټولټاکنې وشي.

د بريتانيې د يوګاف سروې شرکت (YouGov) د يوې اندپوښتنې پايله ښيي، چې د روانې مياشتې تر ۱۶مې نېټې پورې له محافضه کار ګوند د خلکو د ملاتړ کچه يوازې ۲۰ سلنه او له کارګرو ګوند د خلکو د ملاتړ کچه ۴۷ سلنه وه.

د برېتانيې د کارګرو ګوند په شمول څو ګوندونو له ريشي سوناک څخه غوښتي و، چې په هېواد کې ټولټاکنې ژر ترسره کړي.