چين ميډيا ګروپ د (( ۲۰۲۴ چین - AI ميله)) د پیل مراسم ترسره کړل
CMG2024/05/23 13:05:19
شريکول:

چين ميډيا ګروپ، د چين د انترنېټي شبکې د مديريت مرکزي دفتر او ګوانګ دونګ ولايت د مې په ۲۲مې نېټې په شن جن ښار کې(( ۲۰۲۴ چین - AI ميله )) پرانېستلې ده.

چين ميډيا ګروپ د دغه فعاليت په پرانېستونکو مراسمو کې د اې ايي(AI) د پرمختګ سپين کتاب خپور کړی، چې په دغه هېواد کې يې د اې ايي (AI)  يا مصنوعي ځيرکتيا د سالم او منظم پرمختګ لارښوونه کړې ده.

د مراسمو په څو برخو کې د اې ايي (AI) د کارولو عصري لاسته راوړنې هم نندارې ته وړاندې شوې دي.

(ژباړه: شکريه)