ناروې او هاسپانيې د مې په ۲۲مې نېټې په جلا جلا توګه اعلان کړی، چې د روانې میاشتې په ۲۸مې نېټې به فلسطين په رسميت وپېژني او د دغو هېوادونو له دغه اعلان وروسته ايرلنډ هم ويلي، چې فلسطين ته به رسميت ورکړي.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس اعلامیه خپره کړې او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او په تېره بيا له هغو اروپايي هېوادونو څخه، چې لا یې هم فلسطين په رسميت نه دی پېژندلی، غوښتنه کړې، چې د نړيوالو قوانينو او د دوو هېوادونو لايحې پر بنسټ دغه هېواد په رسميت وپېژني او په سیمې کې د سولې او ثبات له رامنځته کېدو څخه ملاتړ دې وکړي.
د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير کاټز د يادو درېیو اروپايي هېوادونو د کړنې په غبرګون کې ويلي، چې سمدلاسه به له ناروې او ايرلنډ څخه خپل سفيران وروغواړي.
د اپرېل له منځنۍ لسيزې څخه د می تر پيل پورې د باربادوس په شمول یو شمېر هېوادونو په وار سره فلسطين په رسميت پېژندلی او تر اوسه پورې دغه شمېر له ۱۴۰ څخه اوښتی دی.