شي جين پینګ د شان دونګ ولایت له ژي جاو ښار څخه لېدنه وکړه
CGTN2024/05/23 13:09:10
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مې د ۲۲ مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د شان دونګ ولایت له ژي جاو ښار څخه لېدنه کړې ده.

 نوموړي په ژي جاو ښار کې ژي جاو بندر او د سمندر پر غاړه تفريحي لارې ته ورغلی او د ياد بندر د زرغون پرمختګ او ور پرانيستې او د سمندر پر غاړه د ايکولوژۍ د ساتنې او بيارغونې په اړه يې معلومات ترلاسه کړي دي.