انټونيو ګوترېش: نړيواله ټولنه دې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره هڅې وکړي
CMG2024/05/23 11:03:16
شريکول:

د بيولوژيکي تنوع د نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش د مې په ۲۲مې نېټې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي ويلي، چې د بيولوژيکي تنوع پېچلی سیستم په ځمکنۍ کرې کې د ټولو ژوند سره نږدې تړاو لري، خو دغه سیستم د انساني حرکتونو له امله په بې ساري توګه خرابه شوې ده.

هغه د بيولوژیکي تنوع ساتلو کې د ټولو هېوادونو پر برخې اخيستنې ټينګار کړی او په خبره یې، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه باید په دغې برخې کې لارښوونکی رول ولوبوي.