باربادوس کې د تدارکاتي ځنځير لومړی نړيوال فورم پيل شو
CMG2024/05/23 10:58:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې او د باربادوس حکومت په کوربتوب د تدارکاتي ځنځير لومړی نړيوال فورم د مې په ۲۱مې نېټې د دغه هېواد په پلازمينې بريجتون کې پرانيستل شو.

دغه فورم به څلور ورځې دوام ولري او ګډونوال به یې د اقتصاد د نړيوال کېدو او نړيوالو تدارکاتي ځنځيرونو د پيوستون په شمول د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.

د چين د سوداګرۍ پرمختګ ټولنې مشر ژن هونګ بين د چينايي صنعتګرو د پلاوي په مشرۍ په دغه فورم کې ګډون کړی دی.

نوموړي د پرمختيایي هېوادونو په شمول بېلا بېل هېوادونه د نړيوال تدراکاتي ځنځير مهمې برخې بللي او په خبره یې، بېلا بېلې خواوې دې يو له بل سره وصل او د نړيوالو پرمختيايي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره دې هڅې وکړي.

چين د نړيوال تدارکاتي ځنځيرونو د پيوستون او پرمختګ څخه د ګټې اخيستونکي، خدمتګار او ساتونکي په توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، نړيوال پرمختګ، تمدن او امنيت وړانديزونه کړي، د ورخلاصون او اصلاحاتو د پراخوالي او د نوي باکيفيته توليدي ځواک د پياوړتيا لپاره يې پر له پسې هڅې کړي، څو د نړيوال تدراکاتي ځنځيرونو پرمختګ په خوځښت راشي.