د چين ځواکونو د تایوان ټاپو په شاوخوا کې تمرینونه پيل کړي
CMG2024/05/23 13:04:04
شريکول:

د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختیځې جنګي سيمې وياند ډګروال لي شي رسنيو ته ويلي، چې د يادې سيمې ځمکني، سمندري، هوايي او راکټي ځواکونو د مې په ۲۳مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۴۵ دقيقو د تايوان په شاوخوا سيمو کې د (( ګډه توره  -۲۰۲۴ اې)) په نوم دوه ورځني پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

نوموړي د دغو تمرينونو عمده موخه د جنګي چمتووالي په پار د سمندري او هوايي ځواکونو ګډې ګزمې، د جګړې په ډګر کې د هراړخیز کنټرول ترلاسه کول، په کلیدي هدفونو ګډ برید او د ځواکونو د اصلي جنګي وړتیاوو ازموينه بللې ده.

ډګروال لي شي دغه تمرينونه د تایوان بېلتون غوښتونکو لپاره سخته سزا او د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې جدي خبرداری بللی دی.

(ژباړه: شکريه)