د مې په شلمه نېټه د تايوان سيمې رهبر په قصدي توګه د تايوان د خپلواکۍ په ملاتړ څرګندونې وکړې چې د نړيوالې ټولنې پراخ پام ور واوښت. د CGTN له لوري پر انټرنيټ د شوې يوې نړيوالې نظرپوښتنې پايلې ښيي چې نږدې ۹۰ سلنه (۸۹.۹۵) سلنه پوښتل شويو د واحد چين د اصولو ملاتړ او د تايوان د خپلواکۍ مخالفت کړی دی.
اصلي ټاټوبی او تايوان دواړه د يوه چين اړوند دي. تايوان د چين د قلمرو نه بېلېدونکې ټوټه ده. نړيواله ټولنه له ډېر پخوا په دې اړه پايلې ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۲۷۵۸ شمېرې پرېکړه ليک د واحد چين موضوع او دا چې تايوان د چين يوه برخه ده، روښانه کړي دي. له تېرې څه باندې نيمې پېړۍ راهيسې د هغو هېوادونو شمېر چې د واحد چين د اصولو پر بنسټ یې له چين سره ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړې دي ۱۸۳ ته رسېدلی دی. د نظرپوښتنې ۸۶.۵۳ سلنې نړيوال ګډونوال هم په دې باور وو چې په تايوان کې هيڅ راز سياسي بدلون د واحد چين اصولو ته د نړيوالې ټولنې د تعهداتو او د دې تاريخي او حقوقي حقيقت د بدلون سبب نه شي کېدای چې د تايوان تنګي دواړو غاړو ته پرتې خاورې د واحد چين اړوند دي.
تايوان د چين تايوان دی او د تايوان مسئله د چين کورنۍ مسئله ده چې هيڅ بهرنۍ لاسوهنې ته پکې مجال نشته. په نظرپوښتنه کې ۹۲.۲۱ سلنه نړيوالو ګډونوالو د تايوان د رهبر ګواښمنې څرګندونې غندلې او په دې باور دي چې د تايوان د راتلونکي په تړاو پرېکړه به د تايواني هېوادوالو په ګډون ۱.۴ ميليارده چيني وګړي کوي.
په وروستيو کلونو کې د تايوان تنګي وضعيت په نړيواله ټولنه کې اندېښنې را پارولې دي او د تايوان په مسئله کې د ځينو هېوادونو لاسوهنې د يادو اندېښنو د لا ډيريدو سبب شوې دي. د نظرپوښتنې ۹۴.۷۸ سلنه نړيوالو ګډونوالو څرګنده کړې چې د تايوان تنګي امنيت او ثبات د اسيا – پاسفيک سيمې د امنيت لپاره خورا اړين دی. ۷۹.۱۲ سلنه ګډونوالو په جدي توګه د تايوان له لوري له متحدو ايالتونو څخه د وسلو د پېرلو مخالفت کړی او په دې نظر دي چې دا کار به تايوان په يوه خطرناک نظامي کشمکش کې ښکېل کړي. ۹۲.۲۵ سلنه نورو خلکو بيا ويلي چې په تايوان کې د جګړې او رکود پر ځای سوله او انکشاف د خلکو اصلي هيله ده او د تايوان له چارواکو غواړي چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.
د يادونې وړ ده چې د CGTN له لوري شوې نظرپوښتنه په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو شوې او د ۲۴ ساعتونو په موده کې پکې ۱۱۶۴۵ تنو برخه اخيستې ده.