شي جين پينګ د چين او د خليج همکارۍ شورا د صنعت او پانګونې همکارۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/23 15:21:27
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۳مې نېټې د چين او د خليج همکارۍ شورا د صنعت او پانګونې همکارۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، هېواد به یې د خليج همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره  يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او د چين او خليج هيوادونو ترمنځ اړيکو ته به پرمختګ ورکړي.

د چين او د خليج همکارۍ شورا د صنعت او پانګوني همکارۍ فورم په همدې ورځ د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پرانيستل شو.