بالاخره! ډېرو هېوادونو د دوو هېوادونو طرحې ته غاړه کېښوه
CMG2024/05/23 15:11:46
شريکول:

ناروې او هسپانيې د مې په ۲۲مې نېټې اعلان کړی، چې د مې په ۲۸مې نېټې به فلسطين په رسميت وپېژني او ورپسې ايرلنډ هم اعلان کړی،‌ چې فلسطين ته به رسميت ورکړي.

د دغو ۳ اروپايي هېوادونو له يادو اعلانونو وروسته، د اسرائيل بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاټز له ناروې او ايرلنډ څخه اسرائيلي سفيران بېرته ورغوښتي او ويلي يې دي، چې اسرائيل به د ناروې او ايرلنډ پرېکړو ته چوپه خوله پاتې نه شي.

برعکس، د فلسطين ولسمشر محمود عباس په يوې اعلاميه کې د يادو درېو اروپايي هېوادونو د اعلانونو لوړه ستاينه او هرکلی کړی دی. هغه د يادو درېو هېوادونو پرېکړې د فلسطين او اسرائيل د دوو هېوادونو د طرحې لپاره مهمې بللي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د ناروې، ايرلنډ او هسپانيې په شان د دوو هېوادونو طرحې پر بنسټ فلسطین په رسميت وپېژني او له سولې او ثبات څخه يې ملاتړ وکړي. 

حماس هم په يوې اعلاميې کې د يادو ۳ اروپايي هېوادونو د اعلان هرکلی کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال د اپريل له نيمايي څخه د مې تر لومړۍ لسیزې پورې، د باربادوس، جامايکا، باهاما په شمول يو شمېر هېوادونو فلسطین په رسميت پېژندلی او تراوسه له ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو فلسطين ته رسميت ورکړی دی.

د دې تر څنګ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لسمه بېړنۍ او ځانګړې غونډه د مې په ۱۰مې نېټې تر سره شوه او په ۱۴۳ موافقو،‌ ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنعو رايو يې يو پرېکړه ليک تصويب کړی، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې فلسطين ته د دغه سازمان غړيتوب ورکړي.

د چين د نينګ شیا پوهنتون د چين او عربي هېوادونو د څېړنيز انسټيټيوټ اجرايوي مشر نيو شین چون د يادو درېو هېوادونو پرېکړې د فلسطين په تاريخ کې يوه ډېره مهمه پېښه بللې او په خبره یې، اروپايي هېوادونو په تېرو ۷ مياشتو کې يعنې د غزې د کړکېچ په درشل کې دا درک کړې، چې د دوو هېوادونو طرحې پرته په منځني ختيځ کې سوله او ثبات نه شي راتللی. که فلسطين ته رسميت ور نه کړل شي، نو د دوی هېوادونو د طرحې پلې کېدل هم ناممکن دي او دوی اړ شوي، چې په سیمې کې د سولې او ثبات په پار فلسطين په رسميت وپېژني.

نوموړي ويلي،‌ اسرائيل پلان لري‌، چې د غزې په جنوب کې پر رفح ښارګوټي بريد وکړي او سره له دې چې د غزې د بيا رغونې مسئله ډېره بېړنۍ ده، نو رفح ښارګوټي کې به هم ډېرې ستونزې رامخته شي. نړيواله ټولنه اړه ده، چې د فلسطين واکمن سازمان له جنګ وروسته د غزې په اداري چارو کې شامل او د دوو هېوادونو طرحه پلې کړي. 

د نوموړي په خبره،‌ ناروې، ايرلنډ او هسپانياې په همدې ورځ خپله پرېکړه اعلان کړې او موخه يې دا ده، چې پر اسرائيل نور زيات فشار واچوي او د دوو هېوادونو طرحې د پلي کېدو لپاره چمتو شي.

يادو درېو هېوادونو له اعلان وروسته هيله ښودلې،‌ چې په راتلونکي کې نور زيات هېوادونه فلسطين په رسميت وپېژني او په دې سره به د فلسطين او اسرائيل مسئلې پر اړوندو خواوو فشار واچول شي او د دوو هېوادونو طرحې په لوري به پرمختګ وکړي.