د تایوان ټولنې د لای چينګ ډه وينا وغندله
CMG2024/05/23 14:36:37
شريکول:

د تایوان سيمې د مشر لای چینګ ‌ډه د مې د ۲۰مې نېټې وینا د سیمې د ګډوډۍ لامل کرځېدلې ده.

د تایوان ټولنې مشهورو شخصيتونو او سیاستوالو د نوموړي د خبرو په اړه اندېښنه او مايوسي څرګنده کړې ده.

لای چينګ ډه په وینا کې د ((دوه هېوادونو)) افکار بيان کړي او ويلي يې دي، چې د تايوان تنګي دواړه خواوې یو له بل سره هيڅ تړاو نه لري.

د تايوان د شي شين پوهنتون استاد يوو زي شيانګ رسنيو ته ويلي، چې د لای چينګ ډه خبرې د جنجال د غځېدو او د اوسني وضعيت د لاخرابېدو لامل به وګرځي.

د تايوان د پخواني مشر ما ینګ جیو د صندوق اجرائیوي رییس شياو شو ځن ويلي، د لای چينګ ډه وينا به د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ تګ راتګ ته زيانونه ورسوي.

نوموړي ويلي، د تايوان تنګي دواړه خواوې دوه هېوادونه نه دي، بلکې د يو هېواد برخې دي او په خبره یې، د لای چينګ ډه خبرې له حقيقتونو څخه لرې او دا يې د تايوان تنګي لپاره خطرناکې بللې دي.

(ژباړه: شکريه)