چين د امريکا پر ۱۲ پوځي تصديو او ۱۰ لوړ پوړو اداره کوونکو بنديزونه ولګول
CMG2024/05/23 15:02:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲۲مې نېټې (( پر امريکایي پوځي تصديو او لوړ پوړيو اداره کوونکو د بنديزونو لګولو پرېکړه)) خپره کړې او پر امريکايي پوځي تصديو او لوړپوړيو کسانو يې بنديزونه لګولي دي.

ياد وزارت ويلي، چې دغه پرېکړه يې، د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيو بنديزونو ضد قانون له مخې کړې ده.

امريکې له يوې مودې راهيسې د اوکراین بحران په اړه  د چين منطقي دريځ او رغنده رول له پامه غورځولی، د روسيې په تړاو د ځينو عواملو په پلمه يې پر چینيي تصديو يو اړخیز بنديزونه لګولي، چين يې اقتصادي ګواښ بللی او د چينايي تصديو، ارګانونو او شخصيتونو پر حقه حقونو يې سخت تېری کړی دی.

امريکا په ورته وخت کې د چين پر تايوان سيمې پر له پسې وسلې پلوري او د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېیو ګډو اعلاميو څخه دوامدارې سرغړونې او د چين په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي، چې په دغو کړنو يې د چین ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته سخت زيانونه رسولي دي.