د کلتوري صنعت ۲۰م نړیوال نندارتون د مې په ۲۳مې نېټې د چين په شن جن ښار کې پرانيستل شو. د کلتوري صنعت روان نندارتون د دې نندارتون د تاسیس د شلمې کلیزې په پار خپل د نوښت او بدلون کچې زیاتې کړي، د نړیوال، بازاري، مسلکي او ډیجیټلي کولو سویې لوړې کړي، په دوامداره توگه خپل سوداګریز رول پیاوړي کړي، او یو ګټور او اغیزمن نندارتون او سوداګریز ډگر جوړ کړي.
په سږني نندارتون کې ۸ نندارځي جوړ شوي، او ټول معلومات یې به د آنلاین نندارتون په یو وخت کې ښودل شي.
په دغه نندارتون کې تر ۶۰۰۰ زياتو حکومتي پلاويو، کلتوري ارګانونو او تصديو ګډون کړی او د دې ترڅنګ د هانکانګ، مکاو او تايوان په شمول د چین د ټولو سيمو او د نړۍ له ۶۰ څخه زياتو هیوادونو او سیمو نندارچيانو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۲۰ زره کلتوري توکي او له ۴ زرو څخه ډېر د کلتوري صنعت پانګوونې او تمویل پروژې ښودل او جارت کېږي.