د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ د مې په ۲۳مې نېټې د شان دونګ ولايت په جي نان ښار کې د تصديو او کارپوهانو د غونډې مشري کړې او يوه مهمه وينا يې کړې ده.
نوموړي ويلي، د چین د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ ستره نقشه جوړه شوې، چې پکې د چيني شکله عصري کېدو له لارې د غښتلي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د پرمخبېولو مرکزي دنده ټاکل شوې ده.
شي جين پينګ ويلي: ((که مونږ د اصلاحاتو پراخوالي ته ادامه ورکړو، د چيني شکله عصري کېدو په سرليک باید د اصلاحاتو مهم ټکي وڅارو، ارزښتونه یې باید خپل کړو او په مناسبو لارو چارو بايد مرکزي دندې او ستراتيژيکې موخې په خوځښت راوالو.))
په دغې غونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئیس وانګ هو نينګ او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دې ګوند د مرکزي کمېټې د دفتر مشر څای چي هم ګدون کړی و.