لای چينګده به هرومرو د تاريخ تور داغ جوړيږي
CMG2024/05/24 15:06:41
شريکول:

د چین د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځ جنګي زون ځمکنيو، سمندري، هوايي او راکټي ځواکونو د مې په ۲۳ مې نېټې د تايوان ټاپو په شاوخوا سیمې کې دوه ورځنی (ګډه توره –۲۰۲۴ A) پوځي تمرين پيل کړی او د سمندري او هوايي ګزمې، د جنګي ميدان د کنټرول او پر موخو د دقیقو بريدونو په برخو کې خپل توان ازمويي.

دا د چين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو معقول او حقه عمل دی او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته سزا او هم د دې سيمې په چارو کې بهرنۍ مداخلې ته جدي خبرداری بلل کيږي.

د تايوان سيمې نوي مشر لای چينګده د روان کال د مې په شلمې نېټې د لوړې مراسمو کې له چين څخه د تايوان د بېلتون بربنډه پلوي او د يو چين پېژندنې اصل پر خلاف وينا کړې ده.

د شنونکو په اند،د نوموړي دغه وينا د تايوان تنګي سولې او ثبات ته ډېر زيانونه رسوي او چین باید ورته ځوابي اقدامات غوره کړي.

لای چینګده په خپلې وینا کې د چين سترې برخې ته ((چين)) او تايوان ته يې بيا (( هېواد)) ويلی او ادعا يې کړې، چې تايوان خپلواک ملي حاکميت لري، د تایوان تنګي دواړه غاړې يو له بل سره تړاو نه لري او د تايوان اوسېدونکي پدې برخه کې په خپله خوښه د پرېکړې حق لري.

 د لي دنګ هوی، چن شوی بيان او څای اينګ ون په ګډون د تايوان پخوانيو مشرانو د خپلو لوړو مراسمو ته په ويناوو کې په پټه يا اشاروي ډول یادې معناوې څرګندې کړي، خو لای چينګده بيا په مستقيم او بربنډ ډول د تايوان بېلتون غوښتنه څرګنده کړې او افراطي نظريات يې ښودلي دي.

د تايوان تامکانګ پوهنتون TKU)) د چين د سترې برخې څېړنيز انسټيټيوټ پروفيسور جاو چون شان ۶۰ کاله د تایوان تنګي د دواړو غاړو اړيکې مطالعه کړي او اوس يې پر دغو اړيکو بې سارې اندېښنه څرګنده کړې ده.

 د تايوان د ټي وي بي اېس تلويزيون د تازه نظرپوښتنې نتيجه ښيي، چې د تايوان ٪ ۵۳ اوسېدونکي باوري نه دي، چې د دې سيمې نوي چارواکي به د تایوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو کې ښه والی راولي.

تايوان د چين تايوان دی او د دواړو غاړو خلک د چيني ملت برخه ده.

د چين سترې برخې ويلي، چې د تایوان بېلتون غوښتونکو ته به ځوابي اقدامات غوره کړي او که لای چينګده خپلو نظرياتو ته د عمل جامو د اچولو هڅې وکړي، نو تایوان به په يوه خطرناک نظامي کشمکش کې ښکېل کړي.

د تايوان په شاوخوا سيمه کې د چین د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ روان تمرينونه د لای چينګده لمسوونکو کړنو ته د سزا او د دې تنګي د سولې او ثبات او د تايوان اوسېدونکو د ګټو د ساتلو په موخه روان دي.

تايوان د چين له مرکزي ګټو څخه دی او په سیمې کې سوله، پرمختګ، تګ راتګ او همکارۍ د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اوسېدونکو ګډه هيله ده. د تايوان بېلتون غوښتونکي د دې تنګي سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي او د خلکو ګټو ته زيانونه رسوي او په ظاهره داسې ښکاري، چې دوی له اور سره لوبې کوي، خو خپل ځانونه به پکې وسوځوي.