بېجينګ: د یو چین پېژندنې اصل د دفاع اراده او تدبیرونه به نور هم پیاوړي کړي
CMG2024/05/24 10:41:49
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته د تايوان ټاپو په شاوخوا کې د چین د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جګړه ييز زون د ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه قانوني او اړين بللي او په خبره یې، دغه تمرينونه یې له نړیوالو قوانينو او عملونو سره سمون لري.

نوموړي ويلي، د تایوان بېلتون غوښتونکي، چې هر څنګه ګام پورته کوي، چین او نړیواله ټولنه به يې پر وړاندې د یو چین پېژندنې اصل د دفاع اداره او تدبیرونه نور هم ټینګ او پیاوړي کوي.

وانګ ون بين ويلي، تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او دا يو تاريخي حقيقت او واقعيت دی، چې په راتلونکي کې به هم هېڅ بدلون ونه کړي.