په فو جو ښار کې د ډيجیټلي چين د ابادۍ اوومه سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2024/05/24 15:11:53
شريکول:

د ډيجيټلي چين د ابادۍ اوومه سرمشريزه د مې په ۲۴مې نېټې د چین د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه.

دغه غونډه د ډيجيټلي ارزښت د پرانېستلو او نوي باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ په سرليک ترسره کيږي.

ياده سرمشريزه د ډيجيټلي چارو د سيسټم  تر تنظيمېدو وروسته د ډيجيټلي چين د ابادۍ په تړاو لومړۍ سرمشريزه ده، چې پکې عمده فورم او څه باندې لس کوچني فورمونه شامل دي.

په دغې غونډې کې ((د ۲۰۲۳م کال د ډيجيټلي چین د پرمختګ راپور)) هم خپور شوی او د غونډې ګډونوالو ته د ۵۶ زره متره مربع په پراخوالي سيمې کې د ډيجيټلي چين د ابادۍ نوې لاسته راوړنې ښودل شوې دي.