د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د مې په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د استوايي ګيني ولسمشر تېودورو اوبيانګ نګوېما مباسوګو به د مې له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې له چين څخه رسمي لېدنه وکړي.
تېودورو اوبيانګ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په رسمي بلنې چين ته سفر کوي.