دينګ شيوه شيانګ د چين او د خليج همکارۍ شورا د دولتي چارو او پانګونې په همکاريز فورم کې ګډون وکړ
CMG2024/05/24 10:51:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال دينګ شيوه شيانګ د مې په ۲۳مې نېټې په شیا من ښار کې د چين او د خليج همکارۍ شورا د دولتي چارو او پانګونې په همکاريز فورم کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي د وينا په پېل کې ياد فورم ته د رئيس شي جين پینګ د مبارکۍ پيغام لوستلی او په خبره یې، رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام د لېږلو له لارې په درنه سترګه کتلي دي.

چين د خليج همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره دوه زره کلن دوستانه تګ راتګ تاريخ لري او د پېچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د چین او يادې شورا ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به د سيمې د ثبات او پرمختګ د پرمخبېولو په ګټه او د دواړو خواوو خلکو ته ډېرې ګټې ورسوي.

دينګ شيوه شيانګ د دواړو خواوو د همکاريو په هکله څلور فقره ييز وړانديز کړی دی:

۱ـ چين او د خليج همکارۍ شورا دې د مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې خپلمنځي ګډه ستراتيژي وصل کړي.

۲- دواړه خواوې دې د واقعي همکاريو د پياوړتيا له لارې ګډ پرمختګ ومومي.

۳- چين او د خليج همکارۍ شورا دې د خدمتي ضمانت د برابرولو له لارې غوره سوداګريز چاپېريال برابر کړي.

۴- دواړه خواوې دې یو له بل څخه ملاتړ وکړي او د ګټو پيوستون دې رامنځته کړي.