د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي جنازه د مې په ۲۳مې نېټې د دغه هېواد په شمال ختيځ مشهد کې خاورو ته وسپارل شوه.
د رئيسي جنازه په همدې ورځ د مشهد هوايي ډګر ته يوړل شوه او وروسته بيا د امام رضا مقدس ځای ته وليږدول شوه.
ډېرو ايرانيانو د لارو په اوږدو کې د جنازې موټر شاوخوا راغونډ شوي وو، ځينو رئيسي ته دوعاګانې او ځينو بیا د امريکا او اسرائيل پر ضد شعارونه ورکول.
د ايران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس د مشهد ښاروال په قول ويلي، چې د ابراهيم رئيسي جنازې کې لږ تر لږه ۳ ميليونو خلکو برخه اخیستې وه.