په شن جن کې د ۲۰۲۴م کال د کلتوري غښتلي هېواد د ابادۍ لوړ پوړی فورم ترسره شو
CMG2024/05/24 15:01:33
شريکول:

د ۲۰۲۴ م کال د کلتوري غښتلي هېواد د ابادۍ لوړ پوړی فورم د مې په ۲۳مې نېټې د ګوانګ دونګ ولایت په شن جن ښار کې ترسره شو.

په دغه فورم کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې مشر لي شو لۍ او د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سياسي بيورو غړي او د ګوانګ دونګ ولايت د ګوندي کمېټې منشي هوانګ کون مينګ هم ګډون او ويناوې کړې دي.

د فورم د ګډونوالو په اند، د شي جين پینګ کلتوري مفکوره په نوې زمانې کې د کلتوري ابادۍ او تجربو نظري يادونه او د چيني ملت د عمده کلتوري برخې او کلتوري باور ښکارنديي کوي او په نوې زمانې او مزل کې يې د تبليغاتي افکارو او کلتوري کارونو لپاره پياوړې ايډيالوژیکه وسله او ساينسي عملياتي لارښود برابر کړی دی.

په نوې زمانې کې د چين د کمونېست ګوند کلتوري بېرغ باید وچت ونیسي او نوې کلتوري دندې باید ترسره کړي، څو په همدې زمانې کې د کلتور ابادي نوي پړاو ته داخله شي.

دغه فورم د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې په کوربتوب د چيني شکله عصري کېدو او نوې کلتوري دندې په سرليک ترسره شوی دی.