د تایوان نوی مشر لای چينګده په دې وروستیو کې داسې څرګندونې وکړې چې نړۍ یې حيرانه کړه. د هغه په څرګندونو کې ګمراه کوونکي ټکي ډير وو چې دلته یې څو بېلګې وړاندې کوو.
لومړی، هغه په پرله پسې توګه تايوان يو هېواد بللی. حقیقت دا دی چې د نړۍ ۱۸۳ هېوادونو، یعنې د هېوادونو لوی اکثريت تايوان د چين يوه سيمه ګڼي. ملګري ملتونه هم په همدې باور دي. تاسو پوهيږئ، که ماشومان د لوبو پر مهال ځانونه تر هغه څه لوی ګڼي چې دوی واقعا دی نو څه خبره نه وي، خو که همدا کار لویان په حقيقي ژوند وکړي نو واقعيتونه یې ځواب وايي.
لای چينګده وويل چې «ډير هېوادونه په نړيواله ټولنه کې د تايوان د مانا لرونکي ګډون ملاتړ کوي». بيشکه، دا سيمه پر دې بريالی شوې وه چې د روغتيا نړيوال سازمان په غونډو کې د چين تايپې په نوم د واحد خپلواک ملت په توګه ګډون وکړي. خو له ۲۰۱۷ کال راهيسې د روغتيا نړيوال سازمان په خپلو غونډو کې تايوان سيمې ته آن د څارونکي په توګه هم د ګډون اجازه نه ورکوي. ولې؟ ځکه چې د روغتيا نړيوال سازمان د تايوان د بېلتون غوښتنې ملاتړ نه کوي.
لای چينګده وويل، دا ثبوت د پياوړتيا په حال کې دی چې تايوان د نړۍ برخه ده. راځئ له ناورو، هاندوراس، نيکاراګوای، کيريبتي، سالومون جزیرې، السلوادور وپوښتنو. ایا نور هم غواړئ؟ سمه ده. بورکينافاسو، د دومينيکا جمهوريت، پانامه، ساو ټام او پرينسيپ. له دوی وپوښتئ چې په دې اړه څه نظر لري. دا هغه لس هېوادونه دي چې د تایوان د ډيموکراټيک مترقي ګوند يا (ډي. پي. پي) د اته کلنې واکمنۍ په موده کې یې تايوان ته شا کړه او له چين سره یې ډيپلوماټيکې اړيکې پيل يا بيا پيل کړې. لای چينګده ته يو خبر شتون لري چې د ده نړۍ د ټوټه کېدو په حال کې ده.
حقيقت دی چې په تايوان کې هر څلور کاله وروسته خلک په ټاکنو کې ګډون کوي، خو نوماندان بيا هيله لري چې د واشنګټن له لوري يې په سرونو لاسونه راکاږل شي. د لای چينګده سيال هم پخوا د چين تايپې او واشنګټن رابط و. دوی ته چې کله د يوه بهرني ځواک له لوري اواز کيږي، نو ايا رايه ورکوونکي څه ويلی شي؟
لای چينګده وويل چې د تايوان پخواني مشرې څای اينګ ون د تايوان د انکشاف پياوړی بنسټ کېښود. ايا د ډيموکراټيک مترقي ګوند په اته کلنه واکمنۍ کې په تايوان کې د خلکو د ژوند معيار لوړ شوی؟ په ۲۰۲۱ کال کې هلته اقتصادي وده له دوه تر درې سلنې وه، خو د چين په ستره برخه کې اقتصادي وده ۵.۶ سلنه زیاته شوې چې د تایوان د اقتصادي ودې څه نا څه دوه برابره ښيي.
د امریکا په دفاع وزارت کې د هند او پاسفيک د امنيتي چارو مرستيال ايلي راتنر وايي:
«تايوان د دې سیمې د ټاپوګانو د لومړي ټاپو په يوه مهمه غوټه کې موقعيت لري چې د امریکا د شريکانو او متحدينو شبکه جوړوي. دا چاره د سيمې د امنيت، او په هند او پاسفيک سيمه کې د امریکا د ګټو د دفاع لپاره د پام وړ ارزښت لري».
د دې هر څه بيه د تايوان خلک پرې کوي. د بيې خبره مو وکړه، د اقتصادي ودې لپاره د تايوان سږنۍ بودجه څومره ده؟ نهه سلنه کمه شوې، خو دفاعي بودجه یې بيا لس سلنه ډېره شوې ده. فکر وکړئ، دا پيسې چيرته ځي؟
د امریکا تش په نوم ستراتيژيکې ګټې او د ځان په چوپړ بوخت تايواني مشران د چين د بيا يو کېدو پر وړاندې خنډ دي. په خپل کور کې جګړه وروستۍ ټاکنه ده چې چين یې غواړي. خو که څوک وغواړي چې دا جګړه پيل کړي، نو فکر وکړئ چې چين به څه وکړي؟
نو په راتلونکي کې چې کله د لای چينګده خبرو ته غوږ نيسئ، فکر مو وي چې په غولوونکو خبرو یې تېر نه وځی. حقيقتونو ته پام کوئ.