د تایوان بېلتون غوښتونکو د "جعلي ډیموکراسۍ" راج نړیواله ټولنه نشي غولولی
CMG2024/05/25 15:11:25
شريکول:

د تايوان سيمې نوي مشر لای چينګده د مې په ۲۰مه نېټه په خپله وينا کې د تش په نامه ډيموکراسۍ په اړه خبرې وکړې او هڅه يې وکړه چې د "ډيموکراسۍ" له نوم څخه په استفادې سره د تايوان بېلتون غوښتونکو ته دروغ خواره کړي، خو مهمه نه ده چې دومره کار وکړی شی، دا نشي کولی چې "جعلي ډیموکراسي، ریښتیني تایوان خپلواکۍ" جوهر پټ کړي او دا حقیقت نه شي بدلولی چې تایوان د چین د خاورو یوه برخه ده.

که څه هم لای چينګده د تش په نامه ډیموکراسۍ په اړه خبرې وکړې، خو په حقیقت کې هغه په مختلفو ډیموکراسۍ ضد فعالیتونو کې ښکېل دی. په تېرو ۸ کلونو کې، د تایوان د ډيموکراټيک مترقي ګوند يا (ډي. پي. پي) د واکمنۍ په موده کې یې له سیاسي مخالفینو سره مقابله وکړه، مخالفې رسنۍ یې بندې کړې، ډیموکراتیک اصول یې تر پښو لاندې کړل او د تایوان ډیموکراسي یې ډېره ځپلې او زیانمنه کړې ده. په عین وخت کې، لای چینګده دتایوان خپلواکۍ پر دریځ ټينګار کوي او د یو چین پېژندنې اصول او  د ۱۹۹۲م کال د ګډې نظريې له پېژندلو مقرراتو څخه سرغړونه کوي، چې په پایله کې د تایوان د بهرنیو فعالیتونو فضا ورځ تر بلې کمېږي. په داسې حال کې چې د تایوان ډي  پي پي ګوند چارواکو په کلکه هڅه وکړه چې د تایوان مسلې نړیوال کېدو ته وده ورکړي. دوی په عمده توګه په دوو لارو تکیه کوي: لومړی، دوی د نړۍ په صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو کې د تایوان مهم موقعیت ته وده ورکوي څو خپل ارزښت لوړ کړي. دوهم، دوی د تایوان تاریخ تحریفولو او د نړیوالې ټولنې د ګمراه کولو په هڅه کې" ډیموکراسۍ"  اصطلاح کاروي.

په حقيقت کې هغه لوېديځ هېوادونه چې د ډيموکراسۍ تر نامه لاندې لاس اوږدوي او یا ښکاره لاسوهنه کوي، د نړيوالې ټولنې استازيتوب نه شي کولای او نه هم نړيوال نظم او نړيوال اصول بدلولی شي. دوی نشي کولی له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم په بشپړ ډول ګډوډ کړي.

له همدې امله، د مې په ۲۰مه نېټه د لای چینګده وینا د تایوان تنګي دواړو غاړو له خوا په متفقه توګه تر جدي نیوکو لاندې راغلې ده. هېڅ مهمه نه ده چې لای چینګده د خپل "تایوان خپلواکۍ" وړاندیز بسته کولو لپاره کوم کلمات کاروي، هغه نشي کولی حقایق تحریف کړي او نه هم د تایوان تنګي د دواړو غاړو د اړیکو حالت بدلولی شي.

د قاهرې اعلامیې او د پوتسدام اعلاميې په شمول يو لړ سندونو کې چې نړيوال حقوقي اغېز او ارزښت لري، په تايوان باندې د چين حاکميت ښه روښانه کېږي. که څه هم د تايوان تنګي دواړه خواوې د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې او تخريب له امله يو ځای شوي نه دي، خو دا حقيقت چې د چین سترې برخې او تايوان له يو چين پورې اړه لري، هېڅکله به بدل نه شي او د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا نه ده جلا شوې او نه به ووېشل شي.

په دې وروستيو ورځو کې د زياتو هېوادونو حکومتونو او سیاستوالو په ویناوو کې په ښکاره څرګنده شوې چې د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګار کوي، تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د تايوان د بېلتون غوښتونکو له هر ډول عمل او د چین په کورنیو چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي. نن ورځ دا یوه عمومي روحیه او رجحان دی.