شي جين‌ پينګ له شان دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه
CMG2024/05/25 10:20:05
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له شان دونګ ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي، چې شان دونګ ولايت باید د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي، په پوره او سمه توګه دې د نوي پرمختګ نظريې پلې او اصلاحات دې لا ژور او چټک کړی شي او هم دې د چيني شکله عصري کېدو بهير کې غښتلی رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي د مې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د شان دونګ ولايت له ژي جاو او جي نان ښارونو څخه ليدنه کړې ده.