د چين د بهرنيو چارو وزارت: نړيواله ټولنه د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګار لري
CMG2024/05/25 10:24:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په نړۍ کې يوازې يو چين موجود دی، تايوان د چين يوه نه جلا کېدونکې برخه ده او د چين حکومت د چين په استازيتوب يوازینی مشروع دولت دی.

نوموړي زياته کړه، زیاتو هېوادونو په دې وروستيو کې په ټینګار سره چين ته دا واضح کړې چې دوی د ملګرو ملتونو د اسامبلې د ۲۷۵۸مې پرېکړې ملاتړ کوي، کوم چې د يو چين پېژندنې پر اصولو يې ټينګار کړی او په ورته مهال د روغتيا په نړیواله غونډه کې د تايوان له ګډون کولو سره مخالفت څرګند شوی دی.

همدارنګه نوموړي ویاند يو ځل بيا تایيد کړه، چې نړيواله ټولنه د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګار لري او ډېرو هېوادونو د تايوان په تړاو مسئلې ته عالادنه دريځ درلود.