د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۲۴مه نېټه وويل چې له اوکراين سره د اوسنيو واقعيتونو پر بنسټ د خبرو اترو ملاتړ کوي.
پوتین د بیلاروس په پلازمېنې مېنسک کې په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې روسیې هېڅکله له اوکراین سره د خبرو اترو څخه لاس نه دی اخیستی، خو دا اوکراین و چې د خبرو اترو د لغوه کېدو څرګند دریځ یې غوره کاوه. هغه پر دې ټینګار وکړ چې که روسیه له اوکراین سره د سولې تړون لاسلیک کړي، دا اړتیا ده چې له "مشروع" اوکرایني چارواکو سره تماس وکړي. هغه په دې اند دی چې د اوکراین د ولسمشر په توګه د زيلنسکي مشروعیت پای ته رسېدلی دی.