د نړيوال وجهي صندوق مشرې کريستالينا جورجيوا په دې وروستیو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره ځانګړې مرکه کړې.
سږ کال نړيوال وجهي صندوق دوه ځلې د نړيوال اقتصادي پرمختګ د انډول وړاندوينه زياته کړې اعلان کړه. د نوموړې په وینا نړيوال اقتصادي پرمختګ لا هم خپل ستر ځواک ښکاره کوي.
نوموړې زياته کړه، چې چين د نړيوالې ټولنې يو فعاله ګډون کوونکی دی.
همدارنګه نوموړې د چين د عصري کېدو په اړه ويلي، چې هغه د نړۍ ځينو هېوادونو ته تللې او د چين پرمختګ نښې او نښانې اوس په نورو هېوادونو کې هم لیدل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې اغلې جورجیوا څو څو ځلې چين ته سفر کړی او د چيني ځوانانو په اړه يې ویلي، چې چينايان ځیرک او چين هم د انرژۍ او فعاليت څخه برخمن هېواد دی.