د چين د رېل پټلۍ ګروپ د معلوماتو له مخې، يو باروړونکی اورګاډی د مې د ۲۵مې نېټې په سهار ۸ بجو او ۴۰ دقيقو د دغه هېواد له شيان ښار څخه د مالاسویچ ته خوځېدلی او په دې سره په روان کال کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۹۰ زرو ته رسېدلی دی چې د دغو باروړونکو اورګاډيو له لارې اته ميلياردو او ۷۰۰ زره معياري کانتينرونه لېږدول شوي، چې عمومي ارزښت یې ۳۸۰ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی.
تر اوسه پورې د چين او اروپا ترمنځ اورګاډي د اروپا د ۲۵ هېوادونو ۲۲۳ ښارونو او همدارنګه د اسيا د ۱۱ هېوادونو له سلو زياتو ښارونو ته رسېدلي دي.