د ډيجیټلي چين د ابادۍ ۷مه سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2024/05/25 10:48:26
شريکول:

د ډيجیټلي چين د ابادۍ ۷مه سرمشريزه غونډه د مې په ۲۴مه نېټه د چین د فوجیان ولایت په فوجو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د پرانیستلو په مراسم کې ګډون او وينا کړې ده.

دینګ شوی شیانګ وویل، چې د ډيجیټلي چين ابادول د چيني شکله عصري کېدو لپاره مهم رول لوبوي. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د شي جين پينګ په مشرۍ د ګوند مرکزي کمېټې د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ ملي ستراتيژۍ په توګه د ټولو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د دې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع (( د ډیجیټلي ارزښتونو خپرول او باکيفيته توليدي ځواک پياوړی کول ))  دي. په پرانيستونکو مراسمو کې د اړوندو سیمو او ادارو مسئولینو، د شرکتونو مشرانو او کارپوهانو په شمول شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.