پوتین: د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د روسیې د دفاعي صنایعو تصدیو تولیدي ارزښت ډېر زیات شوی
CMG2024/05/26 10:12:02
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۲۵مه نېټه د دغه هېواد د دفاعي صنعتي تصديو له مسؤلینو سره په کتنه کې وويل چې هېواد یې د ځانګړو پوځي عملياتو په ترڅ کې د دفاعي صنعتي تصديو توليدي ارزښت د پام وړ زيات شوی دی. ده زياته کړه چې په دې توليداتو کې، د مهماتو تولید ۱۳ چنده زیات شوی، د بېپیلوټه الوتکو تولید ۳ چنده ډېر شوی، او د زغره والو ګاډو او وسلو تولید ۲،۵ چنده ډېر شوی.

پوتین وویل، دا اړینه ده چې پوځ د لوړ تخنيک پر عصري وسلو او تجهیزاتو لکه بې پيلوټه الوتکو او ځمکنۍ جګړې لوړې کچې دقیقو الکترونيکي سيستمونو، تجهيزاتو او وسلو سمبالولو ته دوام ورکړل شي.