شي جين پينګ د متحده عربي اماراتو د منځنیو او لومړیو ښوونځيو زده کوونکو ته ځوابي لیک ولیږه
CMG2024/05/26 17:32:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د متحده عربي اماراتو د منځنیو او لومړیو ښوونځيو څه د پاسه ۴۰ زده کوونکو ته ځوابي لیک ولیږه. دغه زده کوونکي په متحده عربي اماراتو کې د چيني ژبې د زده کړې د سل ښوونځيو د پروژې د زده کوونکو استازي دي. رئیس شي جین پینګ هغوی وهڅول چې چيني ژبه ښه زده کړي، چين وپېژني او د چين او متحده عربي اماراتو د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.

رئیس شي جین پینګ په لیک کې زده کوونکو ته ويلي: تاسو په خپل لیک کې ویلي، چې چین او متحده عربي امارات له ۴۰ کلونو راهیسې ښه دوستي ساتلې او هیله لري چې دواړه هېوادونه به تل ښه ملګري‌ وي. چینایان هم ورته هیله لري.