اسرائيلي سرچينو د مې په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې هېواد به يې راتلونکې اوونۍ له حماس سره د مصر او قطر د نويو وړانديزونو پر بنسټ به خبرې اترې بيا پيل کړي.
سرچينې زياته کړې، چې د اسرائيلو د استخباراتو ادارې (موساد) مشر د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په پاريس کې د امریکا د سي آی اې له رئيس برنز او د قطر له لومړي وزير محمد سره له ليدنې وروسته بېرته اسرائيل ته راستون شو. درې واړو په دې ناسته کې پرېکړه وکړه، چې د مصر او قطر د نویو وړاندیزونو پر بنسټ به په راتلونکې اوونۍ کې خبرې پیل شي.