افغان چارواکو د مې په ۲۵مه نېټه وويل چې د دغه هېواد په شمال کې په فارياب او سرپل ولايتونو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او له امله يې ١٧ کسان وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان دي.
د فارياب د والي وياند رسنيو ته ويلي، چې د دې میاشتې په ۲۴مه شپه په دغه ولايت کې د سېلابونه له امله ١٢ کسان وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان دي. د سرپل د والي ویاند هم ويلي چې په همدې ورځ په دغه ولایت کې سېلابونه راوتلي دي، چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.