د چين او اروپا هيله بښونکي باري رېل ګاډي
CGTN2024/05/26 14:57:36
شريکول:

د چين او اروپا X ۸۱۵۷ باري رېل ګاډي د مې د ۲۵ مې نېټې په سهار د چين له شي ان ښار څخه د پولنډ مالاسزیويکز ښارګوټي په لور حرکت وکړ. یاد باري رېل ګاډی د چين او اروپا له مستقيمو باري رېل ګاډيو څخه دی، چې چاينا رېلوې ايکسپرس هم ياديږي او په حرکت سره يې دغو مستقيمو باري رېل ګاډيو د چين او اروپا ترمنځ له ۹۰ زرو زیات ځله تګ راتګ کړی او د مالونو تر ۸ ميليونو او ۷۰۰ زرو زيات کانټينرونه يې ليږدولي دي.

دوه زره کاله مخکې د ورېښمو لرغونې لار چې د ختيځ او لوېديځ سوداګرو د اوښانو په وسيله مالونه ورباندې لېږدول، نن باري رېل ګاډو د اوښانو ځای نيولی او د ورېښمو لرغونې لار يې بیا ژوندۍ کړې او د اسيا او اروپا  پر طلايي سوداګريزې لارې يې بدله کړې ده.

د چين او اروپا مستقيمې باري رېل پټلۍ په لومړي ځل په ۲۰۱۱ م کال کې پرانيستل شوې او له فعالېدو راهيسې يې د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو معاملو او راکړو ورکړو لپاره ډېر مثبت رول لوبولی دی. اوس دغه رېل پټلۍ د ۲۵ اروپايي هېوادونو ۲۲۳ ښارونو ته غځېدلې او د ۱۱ اسيايي هېوادونو تر سل زيات ښارونه يې یو له بل سره نښلوي او د دوو لويو وچو پرمختګ ته يې لوی خوځنده ځواک وربښلی دی.

د چين او اروپا د مستقيمو باري رېل ګاډيو د فعالېدو په لومړيو کې يې په ليږدول شوو مالونو کې تر ډېره ګرځنده ټيلېفونونه، کمپيوټرونه او داسې نور برېښنايي توليدات شامل وو، خو اوس د دغو باري رېل ګاډيو له لارې د ليږدېدونکو مالونو د ډولونو شمېر ۵۰ زرو ته زيات شوی او پدې سره زيات غوره چيني تولیدات اروپايانو ته او زيات غوره اروپايي تولیدات چينايانو ته ورپېژندل شوي دي.

د امريکا Foreign policy مجلې  په ليکنه کې راغلي: په داسې حال کې چې سور سمندرګی له بريدونو سره مخامخ شوی، د پانامې کانال له وچکالۍ سره مخ دی او د ملاکا تنګي په شاوخوا سيمه کې د شخړو د رامنځته کېدو  امکان ډېر شوی، د اروپا او اسيا ترمنځ باري رېل پټلۍ د توکو د ليږد راليږد لپاره لاباوري ښکاري.

 د چين او اروپا ترمنځ باري رېل ګاډي د تجارتي توکو د ليږدولو ترڅنګ دواړو لویو وچو ته سوداګريز فرصتونه برابروي او هيله پيدا کوي. د دغو رېل ګاډيو له فعالېدو وروسته د جرمني په ساحلي دویسبورګ ښار کې د چین څه باندې  ۱۰۰ ترانسپورټي  کمپنیو او انلاين تجارتي شرکتونو خپلې فرعي څانګې پرانيستلې او ځايي اوسېدونکو ته يې ګڼ شمېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د پولنډ په سرحدي سيمه کې مالاسزیويکز ښارګوټی د چین او اروپا د باري رېل ګاډيو له ټرانسیټي مرکزونو څخه دی ، نو ځکه يې اقتصادي پرمختګ او د کار موندنې وضعيت ډېر ښه شوی دی.

د چين او اروپا د باري رېل پټلیو شاوخوا پرتو سيمو کې ډېر ټرانسپورټي، صنعتي، سوداګريز زونونه يا مرکزونه پرانيستل شوي دي. د چين په اړه د هسپانيې کارپوه هوليون لیاوس ویلي، چې د چين او اروپا باري رېل ګاډيو د دواړو خواوو اړتياوې پوره کړې او د رېل پټليو شاوخوا پرتو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته يې زمينه برابره کړې ده.

د چين او اروپا باري رېل پټلۍ د کمربند او لارې طرحې د باکيفيته پرمختګ په نتيجه کې رامنځته شوې. د ازبکستان ولسشمر شوکت میرامانوویچ میرضیایف  ويلي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ طرحې د هېوادونو ګډه وده او سمسورتيا پیاوړې کړې او د اوسنۍ زمانې لپاره ډېر اهميت لري. اټکل کیږي، چې په راتلونکي کې به د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې د زياتو پرمختګونو په موندلو سره بېلابېل هېوادونه لا یوموټي شي او د نړۍ د عصري کولو موخې لپاره ګډې هڅې وکړي.

شنونکي پدې باور دي، چې د چين او اروپا باري رېل پټلۍ به د بېلابېلو هېوادونو د ګډې ودې او د کمربند او لارې د باکيفيته پرمختګ لپاره لازيات مثبت رول ولوبوي.