د سوله ساتو ځواکونو د نړیوالې ورځې په ویاړ مېلمستيا وشوه
CMG2024/05/26 10:10:58
شريکول:

د چین د ملي دفاع وزارت د سوله ساتو چارو مرکز د مې په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د سوله ساتو ځواکونو د ۲۲مې نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ مېلمستيا جوړه کړه.

په چين کې د ملګرو ملتونو د ادارې استازو، د هغو هېوادونو ډيپلوماټانو چې په چين کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو چارو لپاره پوځيان او بسپنه ورکوي، په چين کې د سره صليب د نړيوالې کميټې د نماينده ګۍ دفتر، د چین د بهرنیو چارو وزارت، د ملي دفاع وزارت او د عامه امنیت وزارت په شمول يو شمير استازو په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود.