د حماس پوځي څانګې قسام لوا د مې د ۲۶مې نېټې په سهار د اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دوی د غزې په شمالي سیمو کې د اسرائيلو عسکر نیولي دي.
د قسام لوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وسله والو يې د غزې په شمال د جابالیه کډوالو کمپ په یوه تونل کې له اسرائیلي پوځیانو سره سخته جګړه وکړه، چې په ترڅ کې یې اسرائیلي پوځیان ووژل، ټپیان او ونیول. په اعلاميه کې د نيول شويو اسرائيلي پوځيانو شمېر نه دی خپور شوی.
د اسرائيل پوځ د يوه بيان په خپرولو سره یاد خبر رد کړی دی.