
د ډيجيټلي چین د ابادۍ اوومه سرمشريزه غونډه د مې په ۲۵مه نېټه د چین د فو جیان ولایت په فو جو ښار کې پای ته ورسېده. په دغه سرمشريزه غونډه کې د ډيجيټلي صنعت، ډيجيټلي بدلون، نويو بنسټيزو تاسيساتو په ساحو کې ۴۲۱ ډيجيټلي اقتصادي پروژې لاسليک شوې چې د پانګونې ارزښت يې ٢٠٣ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی.
د سرمشریزې په جریان کې، د ډیجیټلي نوې ټېکنالوژۍ یو لړ نوي محصولات نندارې ته وړاندې شوي، یو شمېر لویې ډیجیټلي اقتصادي پروژې لاسلیک شوې، او د ډیجیټلي سرچینو او ډیجیټلي امنیت، ډیجیټلي اقتصاد او ډیجیټلي حکومتي چارو په اړه ۱۳ فرعي فورمونه په بریالیتوب سره ترسره شول.