شي جين پينګ به د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د ۱۰مې دورې د وزيرانو د غونډې پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2024/05/26 17:19:45
شريکول:

د دواړو خواوو تر مشورې وروسته،‌ د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د ۱۰مې دورې د وزيرانو غونډه به د مې په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. د چین دولت رئيس شي جين پينګ به د دغې غونډې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړي او وينا وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د موريتانيا د بهرنيو چارو له وزير محمد سليم اولد مرزوق سره په ګډه د دغې غونډې مشري وکړي. په دې غونډه کې به د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي او د عربي ټولنې عمومي منشي ګډون وکړي.