په څو هېوادونو کې د چينايي پل په نوم د چيني ژبې سيالۍ ترسره شوې
CMG2024/05/27 10:52:09
شريکول:

د چينايي پل په نوم د چيني ژبې سيالۍ په دې وروستيو کې په جلا جلا توګه په ويتنام، ماداګاسکار، پورتاګال، وينزويلا، کيوبا، ايټاليا، توګو، هنګري، مالتا او تانزانيا په شمول ګڼو هېوادونو کې ترسره شوې دي.

په تانزانيا کې د چين سفير چن مينګ جيان د چيني ژبې سيالۍ پرانېستونکو مراسمو ته وينا کړې او د دغې سيالۍ موخه يې د چيني ژبې د زده کړې په برخه کې د مختلفو هېوادونو د تنکيو ځوانانو او زلميانو هڅونه، په ټوله نړۍ کې د چيني ژبې د زده کړې پرمخبېول او د چين او بېلا بېلو هېوادونو د ژبنۍ او کلتوري تبادلې پياوړتيا بللې ده.

( سپوږمۍ)