د چين – جاپان – کوريا جمهوريت همکاري په سيمه کې د سولې او سوکالۍ د پراختيا سبب کيږي
CMG2024/05/27 15:34:03
شريکول:

 

د چين – جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو نهمه سرمشريزه چې د مې په ۲۶ مه نېټه په سيول کې پرانيستل شوه چې دا په تېرو څلورو کلونو کې د خپل ډول لومړنۍ درې اړخيزه ناسته وه. که څه هم د يادو دريو هېوادونو د همکاريو پر وړاندې لا ځينې خنډونه شته، خو ګډ کار یې له شک پرته په سيمه کې د سولې او سوکالۍ د پراختيا سبب کېدای شي.

 

درې اړخيزه همکاري ولې مهمه ده

 

دا همکاري په ۱۹۹۹کال کې پيل شوه چې د ختيځې اسيا د همکاريو مهمه برخه ده. په ۲۰۰۸ کال کې درې واړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د چين او سويل ختيځې اسيا د ملتونو اتحادیې، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو پر ناستو سربېره د چين – جاپان – کوريا جمهوريت د مشرانو ځانګړې درې اړخيزې ناستې هم پيل کړې. سږ کال د دې همکارۍ ۲۵مه کليزه وه چې د دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې به یې بهرنۍ نړۍ ته بېلابېل پيغامونه ورسول شي.

له سياسي پلوه به دا ناسته د درې واړو هېوادونو تر منځ متقابل باور ډير کړي. په تېرو څو کلونو کې د چين – جاپان – کوريا جمهوريت سرمشريزې د نه جوړيدو له کبله د درې واړو هېوادونو لپاره د رهبرۍ په کچه د مخامخ خبرو فرصت او امکانات کم شوي وو. په اوږدمهال کې ښايي د درې واړو هېوادونو تر منځ کشمشکونه ډير شي. نو درې اړخيزه سرمشريزه به د درې واړو هېوادونو د مشرانو لپاره د مستقيمو تماسونو يو پلټفارم جوړ کړي چې پر بنسټ به یې د ناسم پوهاوي مخنيوی وشي او د راتلونکو همکاريو لپاره به يو پوخ بنسټ جوړ شي.

 

له اقتصادي پلوه، چين، جاپان او د کوريا جمهوريت په اسيا کې د مهمو اقتصادي قوتونو په توګه د همکارۍ لوی بالقوه توان لري. د نړيوال تجارت د ګوښه کېدو او جيوپوليټيکي پېچلتياوو او هسکو ټيټو په ډيريدو سره درې واړو هېوادونو د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د يو لاس کېدو اړتيا درک کړې ده. تمه ده چې سرمشريزه به د سوداګرۍ، پانګونې، ساينس او ټکنالوژۍ په برخو کې د اړيکو د لا ژورتيا سبب شي او دغه راز به په بهرني اقتصادي چاپيريال کې د رامنځته کېدونکو بدلونونو پر وړاندې ګډ غبرګون را منځته کړي.

 

د سيمه ييز امنيت له پلوه، په سرمشريزه کې به د کوريا ټاپووزمي د اټومي پروګرام مسئله چې د درې واړو هېوادونو ګډه اندېښنه ده، هم تر بحث لاندې ونيول شي. په سرمشريزه کې کېدونکي بحثونه او سلا مشورې به د کوريا ټاپووزمې د غير اټومي کېدو پروسه چټکه کړي او په سيمه کې به د سولې او ثبات سبب شي.

 

د درې اړخيزې همکارۍ پر وړاندې پراته خنډونه

 

له دې هر څه سره سره، د چين – جاپان – کوريا جمهوريت اړيکې تل له بې ثباتۍ سره مخ وي. ځکه تاريخي او جغرافيوي مسايل د دوی تر منځ د اړيکو د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. پر دې سربېره د مختلفو حکومتونو مختلف سياستونه د دوی پر اړيکو د سيوري د غوړېدو سبب کيږي.

 

له ۲۰۲۲ کال راهيسې، کله چې د کوريا په جمهوريت کې اوسنی حکومت جوړ شو نو د متحدو ايالتونو – کوريا جمهوريت اتحاد یې تقويه کړ. په بهرني سیاست کې یې د کوريا – جاپان د همکارۍ ځای هم لوړ کړ خو د چين په تړاو یې له لنډ فکرۍ کار واخيست. د تايوان او جنوبي چين سمندر په مسايلو کې یې لاسوهنې پيل کړې چې پايله یې د چين – کوريا جمهوريت په اړيکو کې د هسکو ټيټو سبب شوه. سره له دې هم د يادونې وړ ده، له هغې راهيسې چې د کوريا جمهوريت د چين – جاپان – کوريا جمهوريت د سرمشريزې دوره يي مشري ترلاسه کړې نو د لوړې کچې درې اړخيز ډيالوګ بيا پيلولو ته يې ليوالتيا ډيره شوې او هيله لري چې د مشرانو په کچه د خبرو له لارې په دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو کې توازن رامنځته کړي.

 

د چين – جاپان- کوريا جمهوريت اړيکې په شدت سره د متحدو ايالتونو تر اغېزې لاندې دي. د متحدو ايالتونو – جاپان او متحدو ايالتونو – کوريا جمهوريت اتحادونه په اسيا – پاسفيک سيمه کې د متحدو ايالتونو د اتحاد دوې ستنې دي. متحد ايالتونه له يادو دوو هېوادونو سره د نظامي اتحاد د پياوړي کولو په حال کې دي او هڅه کوي چې د ناټو د ختيځې اسيا نسخه را منځته کړي.

 

متحد ايالتونه غواړي چې چين د څو اړخيزو اړيکو په وسيله کنټرول کړي او د جاپان او کوريا جمهوريت په اندو پاسفيک سيمه کې د خپل پوځي سيستم د ملاتړ لپاره کاروي. د دې ستراتيژۍ پر بنسټ متحد ايالتونه نه غواړي چې چين، جاپان او کوريا جمهوريت واحده ټولنه رامنځته کړي څو پر شمال ختيځه اسيا او حتی اسيا – پاسفيک سيمه کنټرول ولري.

په داسې حال کې چې د جاپان او کوريا جمهوريت ټکر د متحدو ايالتونو – جاپان – کوريا جمهوريت پر نظامي اتحاد مستقيم اغېز لري، متحد ايالتونه د چين – جاپان – کوريا جمهوريت په سرمشريزه کې د جاپان – کوريا جمهوريت له ښو اړيکو د متحدو ايالتونو – جاپان – کوريا جمهوريت د اتحادي سيستم د پياوړي کولو لپاره کار اخلي.

 

په ګډه سولې او سوکالۍ ته وده ورکول

 

چين – جاپان – کوريا جمهوريت اوسمهال د اړيکو يو هراړخيز سيستم لري چې د سرمشريزې په محوريت د وزيرانو ۲۱ ناستې او د حمايتي ډيالوګ ۷۰ ميکانيزمونه پکې شامل دي او د اقتصاد، سوداګرۍ، لوجستيک، کلتور او ورزش په ګډون ۳۰ مختلف سکټورونه په لمن کې رانغاړي.

دا همکارۍ په راتلونکې کې د شمال ختيځې اسيا له پولو بهر هم غځيدلی او د سيمې او نړۍ د سولې او سوکالۍ په برخو کې مثبت رول لوبولی شي. د چين – جاپان – کوريا جمهوريت اقتصاد د ټولې اسيا د اقتصاد ۷۰ سلنه او د اسيا د سوداګرۍ ۴۰ سلنه جوړوي. دغه راز د يادو دريو هېوادونو اقتصادي حجم د يورو سيمې له ټول اقتصاد څخه لوی دی.

د چين – جاپان- کوريا جمهوريت همکارۍ د پاخه بنسټ، لوړې تقاضا، پياوړي بالقوه توان او پراخ ليدلوري په درلودلو سره په ختيځه اسيا کې د بنسټيزو، ژورو او پراخو څو اړخيزو همکاريو يو پراخ چوکاټ جوړ کړی. دې همکارۍ د دریو هېوادونو په پراختيا کې د پام وړ رول لوبولی او د يادو سيمو وګړو ته یې ګټه رسولې ده.

 

دغه درې هېوادونه بايد لا ډير فعال چلند وکړي او د سيمې او نړۍ په انکشاف او پراختيا کې مثبت رول ولوبوي.