شهباز شریف: پاکستان د يوه چین پېژندنې پر اصل ټينګار لري
CGTN2024/05/27 10:20:14
شريکول:

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د مې په ۲۶ مې نېټې يوځل بيا ويلي، چې هېواد يې د يوه چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

نوموړي په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ویلي، چې پاکستان د چين د نږدې دوست او ستراتېژيک همکار په توګه د تايوان په اړه د دغه هېواد له دريځ څخه ملاتړ کړی او دوام به ورکړي.

نوموړي ويلي، پاکستان د يوه چين پېژندنې له اصل ټينګ ملاتړ کوي، تایوان د چين ولسي جمهوريت يوه نه جلاکېدونکې برخه ګڼي او د دغه هېواد د وحدت لپاره د چين د حکومت له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم له چيني خبري رسنيو سره د ګډې مرکې پر مهال يوځل بيا څرګنده کړې، چې هېواد يې د يوه چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د چين له مرکزي ګټو څخه ټينګ ملاتړ کوي او له هرې هغې کړنې سره چې له چینه د تایوان جلا کول غواړي، مخالفت کوي. 

نوموړي تایوان د چين له خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه بللې ده.