امريکا باید خپل مسئوليت پر نورو هېوادونو ونه تپي
CMG2024/05/27 15:57:49
شريکول:

امريکا په دې وروستيو کې د چين پر وړاندې له ۳۰۱ مادې کار اخيستی او پر چيني توليداتو يې زياتې ګمرکي تعرفې لګولې دي.

امريکې د چين د نوې انرژۍ پر موټرونو، ليتيم بېټريو،‌ لمريزو بېټريو، کليدي کاني زېرمو، سېميکنډاکټور، پولادو، المنيومو، بندر جرثقيلو او د وقايوي توکو په شمول پر ځينو نورو توليداتو اضافي ګمرکي ماليات لګولي دي.

د مالوماتو له مخې، امريکا د چين د نوې انرژۍ موټرونو ګمرکي ماليات له اوسني ۲۵ سلنې څخه ۱۰۰ سلنې ته لوړ کړي دي.

سوداګرۍ نړيوال سازمان د امريکې د ۳۰۱ مادې ګمرکي ماليات د دې سازمان له مقرراتو او له نړیوالو قوانينو سره په ټکر کې بللي دي.

اوس امريکا نه یوازې خپله تېروتنه نه سموي،‌ بلکې هڅې کوي، چې مسئوليت يې د چين پرغاړه واچوي او دغه کړنه يې غير قانوني او د تسلط غوښتنې مانا ورکوي.

د امريکا د نوې انرژۍ صنعت پرمختګ نه دی کړی، نو لامل او مسئوليت یې هم واشنګټن ته ورګرځي.

په امریکا کې د نوې انرژۍ د صنعت تجهيزات بېکاره او د کار وړ نه دي. شمېرې ښيي، تر اوسه په دغه هېواد کې د بېټريو ډکولو تجهيزاتو شمېر يوازې ۱۸۱ زرو ته رسېدلی، خو په چين کې یې شمېر له ۹ میليونو او ۲۳ زرو څخه هم پورته دی.

د بايډن حکومت د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې د ۱ ټريليون او ۲۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت د اساسي تأسيساتو مسوده لاسليک کړې، چې له مخې به یې ۷ میلیارډه او ۵۰۰ میليونه ډالره د بېټرۍ ډکولو د تجهيزاتو په جوړولو کې وکارول شي.

امریکا د دې مسودې له لاسليک وروسته په تېرو څو کلونو کې يوازې د دغه هېواد په ۴ ايالتونو کې د بېټرۍ چارج کولو۷ سټېشنونه او ۳۸ اړوند ماشينونه جوړ کړي دي او که چېرته دغه پيسې د چين لخوا وکارول شي، نو د بېټرۍ چارج کولو ۱۰ میليونه او ۸۲۰ زره ماشينونه او ۲۷ زره او ۵۰ سټېشنونه به پرې جوړ کړي.

د بېټرۍ چارج کولو ماشين په اړه د تخنيکي امتيازي حق په برخه کې د چین غوښتنليکونه په نړۍ کې ۷۸.۷۱ سلنه نيسي، خو برعکس پکې د امريکا انډوال يوازې ۴.۶۲ سلنه ده. داسې ښکاري، چې د امریکې لپاره دا ډېره ګرانه ده، چې د چين له تخنيکونو او پرزو پرته د بېټرۍ چارج کولو ماشينونه جوړ کړي.

امريکا په دې اند ده، چې له چيني تخنيکونو څخه د کار اخيستلو له امله به د امريکايانو کارونه کم شي.

په نړۍ کې د امريکا مخکښ ځای نه یوزاې د نوې انرژۍ په برخه کې، بلکې په ټېکنالوژۍ کې يې هم بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پوهنې ملکيت حق سازمان راپور ښيي، چې د چين د امتيازي حقونو شمېر په ۲۰۲۱م کل کې په لومړي ځل له امريکا زيات شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی او ورپسې کالونو کې د دواړو هېوادونو ورته شمېرې سره برابرې او نږدېوالی لري.

د استراليا د ستراتيژۍ او پاليسۍ انسټيټيوټ په دې وروستيو کې ((د نړۍ د کليدي او نويو تخنيکونو راپور)) خپور کړی، چې له مخې يې، چين د نړۍ له ۶۴ کليدي پرمختللو تخنيکونو څخه په ۵۳ تخنیکونو کې لومړی ځای نيولی دی.

امريکا په تېرو څو کلونو کې « د چيپ او ساينس مسوده » او « د پيسو پړسوب د کمولو مسوده » تصويب کړې او د سلګونو ميليار‌ډو ډالرو په ارزښت مستقيم او غير مستقيم مالي کومکونه يې برابر کړي، خو بيا هم د دغه هېواد د اړوندو صنايعو د سيالۍ توان نه دی لوړ شوی.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د سيالۍ توان په کومک او مرستو نه لوړيږي.

امريکا په بازار کې د لاسوهنې او پر نورو هېوادونو د بنديز لګولو له لارې يوازې د خپلو صنايعو ځوړن وضعيت پټولی شي، خو اساسي مسئلې نه شي حل کولی. 

امريکا بايد په کور دننه د ناروغۍ لامل پيدا کړي، ښه درمل دې وکاروي او د ناروغۍ پړه دې پر نورو هېوادونو نه اچوي.