د چين صدراعظم لي چيانګ د مې د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو د نهمې غونډې په حاشيه کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر يون سوک يول سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او کوريا جمهوريت د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۳۰کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکو ډېر پرمختګ کړی او اقتصادي او تجارتي همکارۍ يې ډېرې لاسته راوړنې لري او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې کوريا جمهوريت د دوستۍ او متقابل باور پر عمومي لوري ټينګار ولري، يو د بل د مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو ته درناوی وکړي، د باوري ګاونډيو هېوادونو اړيکې نورې هم ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا ښه پرمختګ او ثابتوالي هڅونه وکړي.
يون سوک يول ويلي، د کوريا جمهوريت او چين ترمنځ نژدې همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د پرمختګ هڅونه کولی شي، بلکې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره هم ستر اهميت لري. کوريا جمهوريت د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او دغه دريځ يې هيڅ نه دی بدل شوی.
نوموړي ويلي، هېواد يې غواړي له چين سره د متقابل درناوي پر بنسټ د مختلفو کچو تګ راتګ نژدې کړي، تجارتي او اقتصادي همکارۍ ورسره پراخې او فرهنګي تګ راتګ ورسره زيات کړي، ګډې ګټې پراخې کړي، د کوريا جمهوريت، چين او جاپان ترمنځ همکارۍ پياوړې او د کوريا جمهوريت او چين ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې کړي.