لي چيانګ د جاپان له لومړي وزير فوميو کيشيډا سره وکتل
CMG2024/05/27 15:02:03
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مې د ۲۶مې نېټې په ماښام په سيول کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو د نهمې غونډې په څنډې کې له خپل جاپاني سیال وزير فوميو کيشيډا سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه غږيدلي دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په نومبر کې د امريکې په سانفرانسيسکو ښار کې ورسره کتنه کړې او ګډې مهمې نظريې يې ترلاسه او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو پرمخبيول يې بيا تصديق کړي او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته يې مهمې سياسي لارښوونې برابرې کړې دي.

نوموړي ويلي، جاپان او چين دې په همدې لوري ټينګار او پرمختګ وکړي، د مشرانو ګډې نظريې دې عملي کړي، يو پر بل دې اعتماد ټينګ او خپلمنځي همکارۍ دې ژورې کړي او د نظريو توپيرونه دې کنټرول او د نوې زمانې رغنده او ثابتې اړيکې دې جوړې کړي.

نوموړي تاريخ او د تايوان مسئله د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د سياسي بنسټ لپاره مهمه اصولي مسئله ياده کړې، چې په بنسټيز عدالت او اعتماد پورې اړه لري.

 لي چيانګ هیله ښودلې، چې جاپان خپله ژمنه عملي کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره فعال چاپېريال جوړ کړي.

فوميو کيشيډا د جاپان او چين ترمنځ د اړيکو فعال پرمختګ د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټور بللی او ويلي يې دي، چې هېواد يې غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې مهمې نظريې پلې کړي، مشرتابه تګ راتګ ورسره وساتي، د زرغون اقتصاد، طب او روغتيا او د درېيمې خوا بازار په شمول ځينو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، جاپان د تايوان مسئلې په هکله د ۱۹۷۲م کال « د جاپان او چين ګډې اعلاميې » پر دريځ ټينګار لري او دغه دريځ به هيڅکله بدل نه کړي.