هه باو شيانګ د کمومورو د ولسمشر لوړې مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/05/27 15:00:56
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال مشر هه باو شيانګ د مې په ۲۶مې نېټې د کمومورو په پلازمېنې مروني کې د ولسمشر ازالي اسوماني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

هه باو شيانګ د کمومورو ولسمشر ازالي ته د شي جين پينګ نيکې هيلې سپارلې او ويلي يې دي، چې هېواد يې له کمومورو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، د دواړو هېوادونو مهمې ګډې نظريې ورسره عملي کړي، يو د بل پر مرکزي ګټو ټينګار ولري، د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي او عنعنوي دوستي ورسره نوره هم وهڅوي او پرمختګ ورکړي.